
صحت
A health/medical series of 28 programs that explains common diseases, teaches hygienic practices, and provides vital information on women's health issues, including pregnancy and childbirth.
Episodes
Drug Abuse
یو خاوند اکثراً غایب وي، خپلې ښځې ته دروغ وایي، او زیاتره وختونه په غوصه کیږي. دوی د خوراک لپاره پیسې نه لري، او ښځې دې ته پام کېږي چې د هغې د سرو زرو کړۍ ورکه شوې ده. هغه د روغتیایی کارکونکي سره خبرې کوي، چې د خپل خاوند سره د هغه د نشو په حقله د خبرو کولو د څرنګوالي په اړه ښه مشوره ورکړي. هغه له خپل خاوند سره خبرې کوي او خاوند يې مني چې ستونزه لري او د بیارغونې پروګرام ته ځي او په پای کې نشه یا د
Smoking
یو خاوند چې د لسو کلونو راهيسې سګرټ څکوي غواړي هغه پریږدي، نو د روغتیا کارکونکي سره خبرې کوي. هغه زده کوي چې سګرټ د روږدي کوونکي نیکوتین او ډیر نور ضررناکه کیمیاوي توکي لري چې د سږو سرطان (کینسر)، د زړه ناروغۍ، تنفسي ستونزې او ډیری نور سرطانونه رامینځته کوي. غیر فعاله سګرټ څکول یا د نورو خلکو په مینځ کې سګرټ څکول هم کېدای شي په دې خلکو باندې اغیزه وکړي. سړی خپله پرېکړه کوي، خپل مضر او قیمتي عادت م
Family Planning
زمونږ د تېرو پروګرامونو دا ښځه او خاوند اوس درې ماشومان لري. اوس دوی غوښتل چې د نورو ماشومانو د پیدا کولو نه وړاندې انتظار وکړي ترڅو دوی دواړه زیاته زده کړه ترلاسه کړي. قابله ورزده کوي چې په امیدواره ښځو کې نیمايي مړینه د امیندوارۍ او زیږون په وجه دی: لکه ډیر ژر ولادت (زېږون)، ډیر ناوخته ولادت، ډیر نږدې ولادت، یا ډیر زیات ولادت. نو خاوند او ښځه پریکړه کوي چې د خانداني منصوبه بندۍ آپشنونه (غوراوۍ)
Infertility
Miscarriage
ښځه بیا امیندواره شوه، مګر دوه میاشتې وروسته يې وینه بهیدل پیل شول او سخت درد او څریکه یې درلوده. قابلې ومنله چې د ښځې ماشوم ضایع شوی دی. خاوند او ښځه دواړه ډېر غمجن شول، خو قابله راغله او د دوی سره يط مدد وکړ او هغوی یې دلاسا کړل. څو میاشتې وروسته ښځه یو وار بیا امیدواره شوه او ډېر ژر یې روغ هلک پیدا کړ. شل سلنه امیندوارۍ په ضایع یا نقصان پای ته رسیږي احساساتي درد او غم عام دی مور ملامته نه
Breast Feeding
د مور پۍ د ماشوم لپاره غوره خواړه دي ځکه چې مور د ناروغیو په وړاندې خپل معافیت ماشوم ته لیږدوي. پۍ وړیا، صفا او په سمه تودوخه کې دي. د لومړیو دوو ورځو لپاره، یوازې کولستروم جوړیږي، کوم چې د ماشوم لپاره خورا مهم خواړه دي، بیا پۍ راځي. ماشوم ته د زېږون څخه وروسته سمدلاسه د پیو خواړه ورکول شروع کړئ او هر دوه، درې ساعته وروسته ورته پۍ ورکوئ. له څلورو تر شپږو میاشتو وروسته ورته نور خواړه هم ورکولای شي،
Problems During Pregnancy
هغه د خپلو معایناتو لپاره ځي، او اوس د شپږو میاشتو امیندواره ده، هغه احساس کوي چې ماشوم يې لغتې وهي. زړه بدي يې له منځه تللی، خو پښې یې پړسېدلې او ملا یې نوره هم درد کوي. هغه د خپلو پښو په وریدونو کې پړسوب او برېښ لري. هغه د معدې د تیزابیت ستونزه هم لري. قابله هغې ته لارښوونه کوي چې څنګه د دې ټولو ستونزو څخه ځان خلاص کړي، هغه خپلې پښې باید له ځمکې څخه پورته وساتي، ورته چاپي یا ماساژ ورکړي، او یو څ
Prenatal Care
امیندواره ښځه دوه میاشتې وروسته د خپلې لومړنۍ معاینې لپاره راځي. هغه لا هم زړه بدوالی لري، هغه د خوب څخه وړاندې ډوډۍ یا ساده وريجې اخلي، او پاراسیټامول د هغې د ملا درد سره مدد کوي. هغه اوس په ورځ کې پنځه یا شپږ ځله لږ شانتې خوراک کوي. قابله هغې ته د اوسپنې ګولۍ ورکوي او د تیتانوس د انجکشنونو د لړۍ څخه لومړی انجیکشن ورته کوي، د هغې د وینې فشار هم معاینه کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې د انیمیا نښې د هغې پ
Being Healthy During Pregnancy
یوه ښځه پوهیږي چې هغه امیندواره ده او د مشورې لپاره خپلې انګور ته چې هغه قابله ده، ورځي. هغې اوریدلي چې هغه باید ښه خواړه وخوري: لکه پروټینونه، ویټامینونه او منرالونه، په ځانګړې توګه اوسپنه لرونکي خواړه؛ هغې ته د خواړو لیست ورکول کیږي کوم چې هغه يې باید وخوري. همدا شان، هغه کولای شي ملټي ویټامینونه او فولیک اسید واخلي. هغه کولای شي کار وکړي مګر زیاتره وختونه باید آرام وکړي. هغه باید د امیندوارۍ په
Eczema
یو څلور کلن ماشوم په خپل څنګل او زنګنو شاته خارښ درلود. یو روغتیايي کارکونکی د هغه مور ته وویل: دا معلومه کړه چې ښايي دا بیماري د کوم حساسیت یا الرجۍ په وجه ده، نو بیا ماشوم په اوونۍ کې دوه ځله په هغه اوبو کې پرېمنځه چې صابون ونه لري، بیا هغه ځایونه په واسلینو باندې غوړ کړه. که چېرې دا کار ګټه ونه کړه، د ۱٪ هایدروکورتیزین کریم وکاروه، د ګوتو نوکان یې لنډ کړئ او د یو یخ شي سره د خارښ ځایونو ته فشار
Scabies
یو لس کلن ماشوم د خپل روغتیایی کارکونکي څخه د خپل په بدن او لاسونو کې د سخت خارښ او سور رنګه پړسوب په اړه پوښتنه کوي. هغه ته ویل کیږي چې هغه خارښ لري، او دا د هغو کوچنیو حشرو (سپږو) په وجه ده چې د پوستکي لاندې ځای نیسي او هلته هګۍ اچوي او وده کوي. د خارښ بیماري د اخته کسانو د جامو او بسترونو سره د تماس له امله رامنځته کیږي. درملنه یې کریمونه او مایعات دي. ټوله کورنۍ باید د څلورویشتو ساعتونو لپاره
Fever
تبه که چیرې د هغې درملنه ونشي خطرناکه کیدی شي او د راز راز نورو بیماریو لامل کېږي، پشمول د سینه بغل او لړزه یا حمله، په ځانګړي توګه په وړو ماشومانو کې چې هغوی باید په داسې حالت کښې ونه وتړل شي، او پرېږدئ چې د ماشوم بدن یخ شي. پاراسیټامول تبه هم کموي او د سر درد په څیر دردونه هم کموي. دوی ته باید ډیر مایعات ورکړل شي، او که د سینه بغل بیماري پکښې تشخیص شي، نو انټي بیوټیکونه ورکړل شي. په تبه اخته
Taking Care of the Sick
بیماران په چټکۍ سره د بدن مایعات له لاسه ورکوي او باید زیاتره وختونه ورته څښاک ورکړل شي، او د بورې (چیني) او مالګې محلول د سختو پیښو لپاره ښه دي. په لږ مقدار کې قوي خواړه چې ډیری وختونه بیمار ته ورکول کیږي د ځواک د رامینځته کولو لپاره هم ښه دي. پرېږدئ چې بیمار ښه آرام وکړي او د تبه لرونکیو بیمارانو باندې د پټولو دپاره څه مه اچوئ. هڅه وکړئ چې ناروغان هره ورځ ولامبي یا ځان پرېمنځي او د هغه دستمال یا
Measles
یو کوچنی ماشوم ټوخیږي او تبه لري، د هغې په ژبه داغونه پیدا کیږي او په بدن کې يې سور رنګي خالونه خېږي، بیا د سینه بغل سره پیچلتیا لري، او مړ کیږي. د شري ناروغي کېدای شي قابو شي که چیرې ماشومان واکسین شي. که لوی ماشومان په ناروغۍ اخته شي، دوی باید د لسو ورځو لپاره جلا شي، آرام وکړي، مایعات وڅښي، ښه خواړه او ویټامین A وخوري او د تبې لپاره ورته پاراستامول ورکړل شي. شری ډیره ساري یا لېږدوونکې بیماري
Malaria
یو ځوان هلک د سر درد او سخته تبه لري او ویل کیږي چې هغه ملاریا ده. دا د وینې یو ډول انتاني بیماري ده چې د پرازیتونو له امله چې د میاشو لخوا لیږدول کیږي، منځ ته راځي. بیمار ته کلوروکین او پاراسیټامول ورکول کیږي او ورته ویل کیږي چې ډیر مایعات وڅښي. میاشې لکه د کندې په څیر په ولاړو اوبو کې هګۍ اچوي او وده کوي، او دا کندې کیدای شي ډکې شي. همدارنګه، د میاشو جالونه په بسترونو کې کارول کیدی شي. تېزه ت
Typhoid Fever
یوه ځوانه ښځه د سر درد، ټوخی او د ستوني درد لري، او تبه یې ډیره لوړه ده، سره له دې چې هغه هروخت مایعات څښي. روغتیایی کارکونکي وویل چې د هغې بیماري ټایفایډ ده چې د کولمو د انفیکشن په وجه ده چې په خواړو یا اوبو کې د هغو جراسیمو له امله رامینځته شوی چې په غایطه موادو باندې ککړ شوي دي. د څښاک اوبه باید وخوټول شي یا آیوډین په کې واچول شي او تشنابونه یا لیټرینونه باید په سمه توګه وکارول شي. د ټایفایډ در
Rabies
یو کوڅه ډب سپی یو کوچنی هلک چیچي او مور یې د هغه زخم پاکوي او هغه خلاص پریږدي. په عین وخت کې د هغې خاوند سپي نیسی، چې لس ورځې به په پنجره کې قید وي. هلک په دې وروستیو کې د تیتانوس انجیکشن (پېچکاري) اخیستې وه، اوس ورته انټي بیوټیکونه ورکړل شوي دي، او که چیرې حیوان لیونۍ شي، هلک به سمدستي د لیوني سپي انجکشنونو د اخیستلو لپاره واستول شي. د لیوني سپي بیماري، کله چې نښې يې څرګندې شي نو د درملنې وړ ن
Tuberculosis (TB)
نیکه د دوو میاشتو راهيسې ټوخېږي او خپل وزن یې له لاسه ورکړی دی. له معایناتو وروسته پته ولګېده چې هغه نری رنځ (TB) لري چې د جراسیم له امله رامنځته کیږي، چې په عام ډول سږي په نښه کوي. دا ناروغي اوږدمهاله او ساري ده، نو ټوله کورنۍ د پوستکي ازموینې ته اړتیا لري. همدارنګه، نیکه تر هغې پورې چې ټوخی یې نه وي ښه شوی له کورنۍ څخه جلا شوی دی. د نري رنځ درملنه په وړومبني پړاوونو کې د څلور ډوله انټي بیوټیکون
Vitamin A Deficiency
یو کوچنی ماشوم وايي چې هغه نشي کولای د شپې له خوا بهر څه شی وویني، په داسې حال کې چې نور ماشومان دا کار کولای شي. د هغه د سترګو په سپینو کې هم لکې او خړ داغونه دي. یو درمل جوړونکی د هغه ماشوم مور ته وایي چې دا د ویټامین A د کموالي نښه ده او ماشوم باید پالک، گازرې، پۍ، هګۍ او ځیګر وخوري. هغه باید د ویټامین A ګولۍ هم واخلي. دا کمښت د نورو ناروغیو لکه شري یا اسهال له امله هم کیدی شي رامنځ ته شي. د
Acid Reflux, Indigestion/Heartburn
یو سړی چې په معده کې درد او زړه سوزیدنه لري د روغتیا کارکونکي سره خبرې کوي او ورته پته لږي چې هغه د معدې لوړ تیزاب او بدهضمي لري چې معده یې ډیر تیزاب جوړوي. د دې لاملونه غوړ، وازده یا مساله لرونکي خواړه، روحي فشارونه (سترس)، او سګرټ څکل دي. هغه کولای شي د دې خواړو څخه ډډه وکړي او پر ځمکه باندې پرېوځي او د خپل بدن پورتنۍ برخه ښکته بورته کړي او د روحي فشارونو مخنیوی زده کړي. اسپرین یا بروفین د دې
Poisons
یو کوچنی ماشوم د یو ډک بوتل ټولې ګولۍ ګانې تېرې کړې. نو مور يې د هغه په ستوني کې د ګوتې په ننوېستلو سره هغه اړ کړ چې کانګې وکړي. ماشوم ګولۍ ګانې وګرځولې او روغ شو. د نورو زهري موادو لکه پټرول، کیروسین او تیزاب په خوړلو سره باید سړی ته ډیرې اوبه ورکړل شی. دارو درمل او زهرونه د ماشومانو څخه لیرې یا په لوړو الماریو کې وساتئ. د زهرونو لپاره ګولۍ ګانې ورکړل شي مشوره وغواړئ او په جلتۍ (تېزۍ) سره عمل
Tooth Cavities And Abscesses
یوه ځوانه ښځه دا زده کړي دي چې د غاښونو د نه صفاکولو په وجه یې په غاښ کې یو سوړی پیدا شوی دی چې اوری يې پړسېدلی دی او ډېر درد کوي، چې دا د غاښونو سخت اینفکشن دی. کوچني سوړي ډک کیدی شي، مګر که د درملنې پرته د اوږدې مودې لپاره همداسې پاتې شي، غاښ به له منځه لاړ شي او باید ووېستل شي. ښه دا ده چې خپل غاښونه په منظم ډول صفا کړئ او خواږه خواړه مه خورئ. چینجن غاښونه د انفیکشن ځاله دی جراثیم غاښونه چی
Hygiene
یوه ټوله کورنۍ اسهال کېږي، او یو ګاونډی تشریح کوي چې دا د جراسیمو (میکروبو) په وجه دی چې د انفیکشن (لېږدوونکې ناروغۍ) لامل کیږي. هغه دوی ته مشوره ورکوي چې لاندني ټول کارونه ترسره کړي. خپل لاسونه د کولمو د تشولو وروسته او د خواړو نه وړاندې ومینځئ. ډېر زیات ولامبي یا شاور واخلئ. هرڅوک یو باټروم وکاروي. د هر حیوان یا انسان غایطه مواد (غول) پاک کړئ، په هر ځای کې چې وي. حيوانات د ماشومانو څخه لرې وساتئ
Burns
دا هغه ډرامه ده چې د کلي یو لوی ماشوم په ناڅاپه توګه سوزي. یو کاکا درې ښې مشورې ورکوي: سوزیدلې ځای په یخو اوبو کې ونیسئ، حولې ونه چوئ، د پاک ټوکر نه بنداژ جوړ کړئ او په سوزېدلي ځای کې انټي بیوټیک کریم وسولوئ. بنداژ په نرمۍ سره وتړئ او هره ورځ یې بدل کړئ. سوزېدلی ځای په چټکۍ سره د یخو اوبو لاندې ونیسئ د سختې سوزیدنې درملنه باید په روغتون (هسپتال) کې وشي سوزیدنه کولای شي خلکو ته لوی نقصان ورسوي
Dental Hygiene
د یو کلي په کورني ماحول کې، د غاښونو یو ډاکتر مشوره ورکوي چې د خوږو خوراک او څښاک د خوړلو څخه ډډه وکړي. په یاد ولرئ چې په ورځ کې دوه ځله خپل غاښونه برش کړئ. د غاښونو تر مینځ پاک کړئ. که امکان ولري فلورایډ وکاروئ. وړو ماشومانو ته د بوتلي پیو پرځای د مور پۍ ورکړئ. د خپلو غاښونو خیال وساتئ د غاښونو مینځونه په ښه توګه پاک او برش کړئ له بورې (چيني)، خوږو خوړو او شربتونو څخه ډډه وکړئ
Respiratory Infections
Worms
په کورنۍ کې واړه ماشومان د خېټې پړسوب او د معدې دردونه لري او د چینجيو په ناروغۍ اخته دي. یو دوکاندار چې د طبي کتاب څخه معلومات شریکوي، دا تشریح کوي چې څنګه خلک چینجي پیدا کوي او څنګه د انتاناتو (ساري یا لېږدوونکو نارغیو) مخه نیول کېږي. ساده علاجونه او د میبینډازول د استعمال څرنګوالی، کوم چې د چینجیو د ډېرو ډولونو درملنه کوي، تشریح شوي دي. چینجي د مردارو خاورو یا ډکو میتیازو څخه پیدا کېږي تشنا
Diarrhea
یو کلن ماشوم په دوامداره توګه اوبه لرونکي ډکې میتیازې لري چې پدې معنی چې هغه د خپل بدن مایعات (اوبه) له لاسه ورکوي، او هغه د ډیهایډریشن خطر سره مخ دی. مور ته مشوره دا ده چې زیاتره هغه په خپلو شیدو باندې تغذیه کړي، ماشوم او هغه خواړه چې هغه یې خوري پاک وساتئ، او ماشوم ته ساده مخلوط ورکړئ ترڅو د هغه ضایع شوي مایعات او مغذي خواړه بیرته برحاله شي. د هرچا او د ماشوم شاوخوا هر څه پاک ساتل هم مهم دي، خپل
Recommended

Dr. Israr Ahmed - Full Lectures

Rehan Tariq Official

The Beyond Burger Pod

سورة الانعام | درسِ قرآن

The Urdu Poetry Podcast

سورة المؤمنون | صفوة البیان

Urdu Adab

#1 - Tawheed bhai - Muhammad Rafi ka saathi ke saath

Quran Recitations - Fahad Aziz Niazi

Tafheem-ul-Quran

Muhammad Ali

سورة النور | صفوة البیان